Jump to content

User talk:Elham.Nikmal

Page contents not supported in other languages.
From Wikipedia, the free encyclopedia

WASH

[edit]

دا چې د واش موضوع یوه ډیره پراخه موضوع ده او دلته ما د واش په اړه لنډ او مختصر معلومات چې د بېلا بیلو مرجعو څخه راټول شوي دي ترتیب کړې دي، ترڅو ګرانو همسلکو ته یوه مفکوره ور کړي.

که بیا هم د چا نور معلومات په کار و نو زه مو خدمت کې یم.

راټولونکی: انجنیر عصمت الله عصمتي

Water, Sanitation and Hygiene (WASH) (اوبه، نظافت او حفظ الصحه)

د اوبو، نظافت او حفظ الصحه چې په عامه توګه ډیری خلک ورته د (WASH) کلیمه کاروي، چې دغه څلور توري د انګلیسي د لاندې کلیمو څخه اخیستل شوي دي. (WASH): W—Water, S—Sanitation, A—And, H—Hygiene دغه کلیمې یو بل سره ډیرې نېژدې اړیکې لري، پاکو اوبو ته لاسرسۍ روغتیا او ښې حفظ الصحې سره مرسته کوي، دا چې د واش کلیمه د څلورو کلیمو څخه تشکیل شوي ده نو دلته موږ په ترتیب سره د هره یوه څخه جدا جدا یادونه کوو.

د واش یا د اوبو حفظ الصحې موضوع هغه وخت ډیره تر بحث لاندې ونیول شوه کله چې د نړۍ زیاترو هیوادونو خلکو پاکو او صحی اوبو ته لاسرسۍ نه درلودو چې په اوس کې هم دا موضوع ډیره جدي ده، د WHO د خواړو نړیوال سازمان په تازه خپره شوې څیړنه کې ویل شوي دي چې هره ورځ ټول ټال 3.575 میلونه خلک د اوبو اړونده مشکلاتو اوستونزو له امله مړه کیږي. (ګوګل) د موږ په هیواد که د واش په اړه لومړی پالیسي په کال 2010 کې جوړه شوه، چې د تطبیق لپاره یې همکارو موسسو هم ډیره مرسته کړې ده او لا هم کارورباندې روان دی، ترڅو خلک وکولای شي چې په خپل چاپیریال کې د خوراک، څښاک او همداشان د ژوند د نورو اړتیاو لپاره د پاکو اوبو څخه استفاده وکړي. په هغه پالسۍ کې په کال 2004 کې جوړه شوي وه، د یو نفر لپاره د اوبو نورم په یوه شپه او ورځ کې 25LPCD تعین شوی وه.

  1. اوبه Water

اوبه یوه بې بویه او بې رنګه ماده ده چې د ځمکې په هره برخه کې پیدا کیږي. په یوه ټولنه کې خلک د مختلفو هدفونو لپاره اوبه استعمالوي لکه: د څښلو لپاره، د فاضله موادو د پاکولولپاره، او داسې نور... دا چې د انسان بدن 60% اوبو څخه جوړ شوي دی نو د انسانانو بدن پاکو اوبو ته اړتیا لري، هم د څښلو لپاره او هم په ورځنې ژوند کې د استفادې لپاره.

دلته یو لنډه یادونه د اوبو د زېرمو څخه چې اوبه ترې په لاس راځي کوو هغه اوبه چې د څښلو، د مينځلو اود خوړو د پخولو لپاره په کار اچول کېږي، د باران اوبو، د ځمکې د مخ اوبه (لکه بندونو يا سيندونو) او يا د ځمکې د لاندي اوبه (لکه څاگانو اويا چېنو) څخه په لاس راځي، د تازه اوبو اندازه محدوده ده، او په دوا مداره تو ګه په طبيعت کې په دوران کې وي.

  1. د_اوبو_کېفيت Quality of Water څه شي دي ؟

د اوبو کېفيت اصطلاح د مايکرو بيالوژيکې، فزيکې او کېمياوي خواصو د هغي د پاره پکار وړل کېږي، ترڅو د هغي وړتيا د گټي اخستلو د پاره معلومه شي. ډير ددي خاصيتونو، د هغو موادو ترکنترول اونفوذ لاندي راځي چې د حل شوي اويا د اوبو په مخ داخليږي. اوبه په خالصه توگه په طبعت کې کمي پيداکېږي، او په معمولي توګه د مختلفو موادو څه اندازه پکې وي، د اوبو څه گټه اخستونکې د خپلي پوهي سره سم د ښو اوخرابو اوبو په هکله تعبيرونه کړي دي. هر کله چې اوبه پاکې معلومي شي، بد خوند اوبوي ونلري، خلک فکر کوي چې ښي اوبه دي. کله چې اوبه پاکې معلومي نشي، يا خراب بوي او خوند ولري، هغي ته خرابي اوبه وايي. په داسي حال کې چې صافي اوبه چې هيڅ بوي ونه لري، مگر لرونکې د حل شوو موادو وي او د ناروغۍ پيداکوونکو موجوداتو لرونکې اود صحت د پاره مضر وي، تل د څښلو د پاره بي خطره کېدلي نشي. دا دي حقيقت ښکارندوي دي چې ځيني اوبه چې د ښو سرچېنو څخه تر لاسه کېږي رد کېدلي شي، په داسي حال کې چې ځيني د خرابو منابعو اوبه د قبول وړگرځيدلاي شي.

  1. د_اوبو_ککړتیا یا چټلیدل Water Pollution څه شي دي؟

کله چې اوبه د طبيعي او غير طبيعي فعاليت په نتيجه کې خپل کېفيت دلاسه ورکوي او د څښلو وړتيا دلاسه ورکوي، د اوبو چټليدل واقع کېږي. چټل مواد د انسانانو د فعاليت او د طبيعي حوادثو په اثر خپل ځان د اوبو منابعو ته رسوي. يعني اوبه چې د مردارو موادو لرونکې وي کار اخستل انسانان د صحي ستونزو اوحتي د مړيني سره مخامخ کوي. انساني فعاليتونه چې د اوبو په کېفيت باندي تاثير آچوي عبارت دي له: دځمکو ډير خړوبول د معدنونو کشفول صنعتي فعاليتو نه له نفوس نه ډک استوگني ځايونو کې اوسيدل (په خاصه توگه هغه ځايونه چې د پاکۍ او صفا‌ئۍ له اړخه په ټيټه سطح کې وي ) بغير له دي نه انساني فعاليتونه، طبيعي او جيولوجيکې حوادث چې د اوبو سرچېنو ته نژدي واقع کېږي، هم د استوگن ځايونو د اوبو کېفيفت باندي تاثير آچوي.

  1. غيري_صحي_اوبه Insanitary Water

خرابي اوبه هغه اوبه دي چې د کارخانو، زراعتي موسيساتو، د انسانانو او حيواناتو د غايطه موادو د شفاخانو ، حمامونو د مينځلو او همدارنگه د ودانيو د بامونو، ديوالو، سړکونو، ډگرونو څخه مينځته راغلي وي د خرابو اوبو خواص د سرچېني اخيستلو هغه ساحو چې اوبۀ تري تيريږي او څه قسم مواد د ځان سره لري اړه لري مثلاَ د ځان سره دغه اوبه منرالي مواد، زهري مواد، عضوي مواد چې دغه عضوي مواد د کم بوي لرونکې دي يا زيات چې ددي په اثر د هغه غازاتو اندازه چې خراب بوي لري هواته پورته کېږي او دهوا د ککړ والي باعث گرځي. هغه اوبه چې د حفظ الصحي Hygiene له نظره زياتي خرابي دي هغه د حيواناتو د غايطه موادو يا هغه ځاي چې هلته غايطه مواد جمع کېږي چې دغه ټولي اوبۀ يو ډول کېفيت لري مثلاَ په يوليتر اوبو کې کېدائي شي د مايکرو اورگانيزمونو تعداد څوسوه اویا تريو ميليون پوري ترسترگو شي چې په دا ډول اوبو کې پاتوجن مکروبونه د پازيتونو هگۍ هم اوجود لري. همدارنگه هغه اوبه چې د صنعتي کارخانو څخه را اوځي لرونکې دمختلفو خواصو وي چې څه قسم مواد پکې مينځل شوي دي اوپه کومو طريقو سره د فابريکو په اوبو کې زهري مواد هم و جود لري چې پدي ډول اوبو کې د فينول سينات، ارسينک، مس، سرب، نايترو جن لرونکې مرکبات او نورکېمياوي مرکبات هم موجود وي که دا ډول اوبو څخه استفاده وشي په انسانانو، حيواناتو، ماهيانو او چرگانو کې د مړيني سبب گرځي. هغه اوبه چې د مسلخ اوهغه ځايونو څخه چې هلته د حيواناتو د پوستکو، وړيو، پروسيس ترسره کېږي، بيولوژيکې فابريکو ،د کلينيکونو څخه اوهمدارنگه د حيواني فارمونو څخه راوځي چې د غايطه موادو ادرار زياته اندازه دځانه سره لري چې زياته اندازه د ساري ناروغيو مايکرو اورگانيزموعاملين د ځآنه سره لري.

  1. Sanitary_System

په هر ښار او ښارګوټي کې د فاضله اوبو مختلف ډولونه لکه د تشنابونو څخه مصرف شوې اوبه، د پخلنځیو، لاسینځیو، لاس مینځونکو، د مختلفو صنعتي پروسو فاضله اوبه، د انسانانو او حیواناتو غایطه مواد، د کوڅو اوسرکونو د جارو فاضله مواد، صنعتي فاضله مواد او داسې نور هره ورځ تولیديږي. که چیرې د فاضله موادو راټولولو، تصفیه کولو او لېرې کولو لپاره مناسب ترتیبات ونه نیول شي کوم چې د ښار او ښارګوټي څخه تولیدیږي، نو دا جمع کیږي او یو داسې خراب حالت رامنځته کوي، چې د فاضله اوبو د جمع کېدو له امله د کورونو، سرکونو مصونیت په خطر کې اچوي. سربیره پردې د خوسا او ولاړو اوبو څخه مرضونه او بکتریاوې را پیدا کيږي او د خلکو صحت په خطر کې کوي. د څښلو اوبه ټولې ککړیږي او په پایله کې غیر روغتیایي حالت رامنځته کیږي، چې د ښاراو ښارګوټو خلکو ژوند د مشکلاتو سره مخ کیږي. نو په دې اساس د ښار او ښارګوټي اوسیدونکو د دلچسپۍ لپاره دا اړینه ده چې ټول تولید شوي فضولات باید راټول، تصفیه او لیرې شي اوپه داسې ډول چې د ښار خلکو ته هیڅ ویجاړی یا خرابۍ سبب نشي. د Sanitary کارونه له هغه ځایه څخه شروع کیږي په کوم ځای کې چې د اوبو رسولو انجنیري کارونه ختم شي. ټولو لوازمو اوشیردهنونو ته چې اوبه ورسیږي د استعمال څخه وروسته د فاضله اوبو سیستم ته داخلیږي، Sanitary انجنیري د فاضله اوبو د راټولولو څخه شروع کیږي او وروسته جریان او یا د اوبو کومې زېرمې ته چې تصفیه شوي حالت کې وې بیرته ورګرځي یا دا خلیږي. د Sanitary System په ودې سره به کولای شو چې د بېلا بیلو امراضو څخه چې د ککړو اوبو څخه منځته راځي مخنیوی وکړو، چې ددغې موخې لپاره باید د فاضله اوبو سیستمونه په معیاري شکل سره جوړ شي.

  1. حفظ_الصحه Hygiene

حفظ الصحه څه شی دی؟ حفظ الصحه د خپل ځان او د شااوخوا پاک ساتل د بېلا بیلو مرضونو د خپریدو څخه، حفظ الصحه کې د کورنو، ښوونځیو او عامه ځایونو او خلکو د پاک ساتل دي د اسهال او د پوستکو او نورو مرضونو څخه شامل دي. د خپل ځان حفظ الصحه په دغه برخه کې د خپل بدن پاک ساتل، د کالیو پاک ساتل همدا شان د خپلو ورځنیو شیانو پاک ساتل چې په ورځینې ژوند کې ترې استفاده کیږي. د حفظ الصحه په برخه کې باید موږ هر یو د خپل ځان او خپل چاپیریال ته ډیر متوجه اوسو، خپل بدن باید پاک وساتو د تشناب څخه د روتلو په وخت کې باید لاسونه په صابون ومینځو، او دا کار باید خپلو ماشومانو ته هم ورزده کړو. فاضله مواد باید منظو ځایونو ته انتقال شي، هغه څاه ګانې چې د څښلو اوبو لپاره ترې استفاده کیږي باید چې وخت نا وخت ورته کیمیاوې مواد چې د اوبو په تصفیه کې په کاریږي استفاده وشي. همدا شان د اوبو ذخیره چې د اوبو د ذخیره کولو لپاره ترې استفاده کیږي، باید چې دریو او څلور اونیو وروسته پاکې شي او د مکروب ضد موادو پواسطه ومینځل شي ترڅو مکروب یې له منځه لاړشي. هغه اهلي حیوانات چې په کورونو کې پاتي کیږي، د هغوي سره د تماس څخه وروسته باید چې لاسونه په صابون پریمنځل شي.

نوټ: د WASH په اړه د مطالعې څخه داسې څرګندیږي چې دغه موضوع د پاکو اوبو رسول، د خپل صحت او د فاضله اوبو په کنترول باندې راڅرخيږي.

د علم رسولو کې نیت کمی مکوئ. عصمت الله عصمتي Elham.Nikmal (talk) 17:06, 5 March 2023 (UTC)[reply]